IQNA

په درتسې نړۍ کې  د فلسطین په ملاتړ او د اسرائيلو په ضد بیا چغې پورته شوې

6:48 - April 15, 2023
د خبر لمبر: 3487188
ایکنا-(تهران) د نړۍ مسلمانانو او درستو پتمنو او آزادي غواړو ملتونو یو خل بیا دلوم القدس په مناسبت د فلسطین،افغانستان ،پاکستان،هندوستان،بحرین، یمن، سوریه، لبنان او نورو ډيرو اسلامی هیوادونو او دغه راز په اروپائي هیوادونو کې په میلیوني لاریونونو کې د قدس شریف تر آزادۍ پورې د فلسطین له آرمان څخه پر دفاع ټینګار و کړ.

د یمن  په لکونو خلکو یو ځال بیا  د صنعاء ښار مرکزي چوک او ددغه هیواد په نورو څوارلسو ولایتونو کې  دقدس د نړیوالې ورځې په مناسبت میلیوني لاریونونه وکړل او یو ځل بیا ئې له صهیونیسټي رژيمه د  دخپلې کرکې او  د دفلسطین له ملته دملاتړ چغې پورته کړې.

راهپیمایی روز جهانی قدس از یمن تا سوریه، لبنان و فلسطین

له مختلفو هیوادونو څخه خبری سرچینو هم راپور ورکړی دی د نړۍ مسلمانانو او درستو پتمنو او آزادي غواړو ملتونو یو خل بیا دلوم القدس په مناسبت د فلسطین،افغانستان ،پاکستان،هندوستان،بحرین، یمن، سوریه، لبنان او نورو ډيرو اسلامی هیوادونو او دغه راز په اروپائي هیوادونو کې په میلیوني لاریونونو کې د قدس شریف تر آزادۍ پورې د فلسطین له آرمان څخه پر دفاع ټینګار و کړ. 

 ،دیمن پلازمینه او ددغه هیواد نور لسګونو ښارونه ، د قدس دنړیوالې ورځې د ولولناک او پرتمین  میلیوني لاریون کوربه  وو او ګډون کونکو د فلسطین له ملته خپل بشپړ ملاتړ او د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو په محکومولو کې  خپل  دریځونه نندارې ته وړاندې کړل.

راهپیمایی روز جهانی قدس از یمن تا سوریه، لبنان و فلسطین

راهپیمایی روز جهانی قدس از یمن تا سوریه، لبنان و فلسطین

په دغه راپور کې راغلي دي ، دیمن ښاریزو  د فلسطین  او یمن د بیرغونو په اوچتولو او  د غاصبانو او تیریګرو په ضد ئې په شعارونو ورکولو   سره د دغه جنانیکار رژيم بیرغ ته اورونه ورته کړل.

 

دوي پخپلې پایزې اعلامیې کې ټينګار وکړ،د فلسطین موضوع د  اسلامی او عربی امت یو ه چورلیزې مسئله ده او د  دوي دانساني او اعتقادي  لومړیتوبونو لومړنۍ کرښه ده  او فلسطین یو داسې سم قطب نما دی چې دغه امت ئې په لور   روان شوی دی. په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی چې فلسطین به یوازې پرې د نږدي ،   او د  اسرائيلو له موقته  رژيم په ضد په هرډول  او ډغرې  کې  به فعال شتون ولري ، همداراز دوي  د اسالمی او عربی امت په وړاندې دامریکا د غلیمانه سیاستونو او د دوي د باؤؤ  او بدماشیو په ضد دیمن دملت په دریځ ټینګار وکړ.

  https://iqna.ir/fa/news/4134033/%D8%

captcha